د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وايي؛ تیره شپه پر یو چټک اورګاډې ډزو کې چې له امسټرډام څخه پاریس ته روان و؛ درې کسان ټپیان شوې دي.
د فرانسې د کورنیو چارو د وزارت یو ویاند د فرانسې ټلویزون ته ویلي؛ د ډزو په تړاو یو مشکوک کس نیول شوی او اورګاډی له سپرلیو خالي کړی شوی دی.
نوموړي ویلي، د دې برید انګیزه لا څرګنده نه ده.
له بلې خوا د فرانسې د اورګاډو د ملي ادارې ویاند ویلي چې مشکوک کس یو میل وسله او یو چاقو درلودل.