ډاناټ: د هغو کسانو د ژوند ژغورلو مسئوليت لرو چې له موږسره يې کار کړی وي

د برتانيې پخواني لوی درستيز ويلي: که طالبانو هغه افغان ترجمان چې له بریتانوي ځواکونو سره يې کار کاوه، ووژني، د برتانيې حکومت به د هغه د مرګ مسئول وي.

لارډ ډاناټ ډېلي ټليګراف ورځپاڼې ته ويلي چې موږد هغو کسانو د ژوند ژغورلو مسئوليت لرو چې له موږسره يې کار کړی وي. هغوی نه شي کولای په افغانستان کې د خپل پخوانی ژوند ولري، موږبايد هغوی ته په خپل هېواد کې دننه د ژوند کولو حق ورکړو.

د هغو افغان ترجمانانو شمېرچې په افغانستان کې يې له برتانوي ځواکونو سره کار کړی، ۲۰۰ ته رسيږي.

د برتانيې د پوځ پخواني لوی درستيزمنلې چې پناه غوښتونکو يې د هېواد يوه لويه ستونزه ده خو ده ویلي چې د افغان ترجمانانو شمېر چې له برتانوي ځواکونو سره يې کار کړی، دومره کم دی چې د هغه يادول هم د شرم خبره ده.