واشنګټن د ترورزم په برخه کې پراسلام اباد خپلې مرستې بندوي

د یو شمېرراپورونو له مخې واشنګټن د ترورزم په برخه کې پراسلام اباد خپلې مرستې بندوي.

د پاکستان انګلیسي ژبې ورځپاڼې ډان خبر ورکړچې دا بندیز د دې لپاره لګول شوی دی چې د امریکا متحد ایالتونو پر پاکستان تور پورې کړی چې د حقاني پرشبکې یې حملې نه دي کړي.

د افغانستان د حکومت یوه ویاند جاوید فیصل تیره ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان به د نړېوالو له لارې پر پاکستان فشار راولي څو په افغانستان کې له مداخلې لاس واخلي.

د امریکا د دفاعي پوهنتون استاد علي احمد جلالي وایي چې پرپاکستان د مرستو بندیدل د کابل د حکومت له هلوځلو سره ارتباط لري:

((دا تاثیر لري، ځکه چې د امریکا متحد ایالتو د هغه دریځ تایید کړی او ملاتړ یې کړی دی چې د افغانستان حکومت په وروستیو کې د پاکستان په وړاندې خپل کړی دی.))

حقاني شبکه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په تورلست کې شامله ده.

پاکستان پخوا ویلي و چې په وزیرستان کې دوی د ټولو ترهګرو پرضد عملیات پیل کړې دي.

خو د واشنګټن د مرستو د بندیو له خبر وروسته تیره شپه د پاکستان د پوځ ویاند تورن جنرال عاصم باجوا په ټویټرکې ولیکل چې د وزیرستان په شوال کې د پلیو ځواکونو عملیات پیل شول.