الکوزي: پاکستان د افغاني میوو محصول نژدې درې برابره زیات کړی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې پاکستان د افغاني میوو محصول نژدې درې برابره زیات کړی دی.

تمه ده چې روان کال افغانستان دوه سوه ټنه تازه میوه نړېوالو بازارونو ته صادره کړي چې یوه لویه برخه یې پاکستان ته وړل کیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مرستیال خانجان الکوزی ازادي راډیو ته وویل:

((پاکستان له دوه نیم زره روپیو څخه د یوه ټن محصول، اووه نیم زره او نژدې اته زره کلدارو ته لوړ کړی چې دا زموږ د سوداګرۍ او کرهڼې لپاره لوی زیان دی.))

خانجان الکوزي زیاته کړه چې تردې مخکې د افغانستان حکومت د پاکستان پر تازه میوې مالیه زیاته کړې وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د تازه میوو د صادراتو ستونزه باید ژرترژره حکومت هواره کړي.