ایران او بریتانیه به خپل سفارتونه پرانیزي

ایران او بریتانیه به تر څلورکلن ځنډ وروسته، خپل سفارتونه پرانیزي.

څلورکاله مخکې د نړېوالو د اقتصادي بندیزونو په وړاندې په عکس العمل کې، قهرجنو ایرانیانو په تهران کې د بریتانیې پرسفارت حمله وکړه او په ځواب کې یې بریتانیې خپل دپلوماتان له دې هیواده وایستل.

بریتانیې له هغه راهیسې په تهران کې خپل سفارت تړلی وو.

د بریتانوي چارواکو په وینا، د دې هېواد د بهرنیوچارو وزیر فلیپ هاموند چې له ایران سره د غرب د اټمي موافقې په برابرولو کې یې عمده رول درلود، د یکشنبې په ورځ تهران ته درومي.

د ایران حکومت به له دې سره په یوه وخت، په لندن کې خپل سفارت پرانیزي.

په تیرولس کلونو کې فلیپ هاموند د بریتانیې لومړی لوړ رتبه چارواکی دی چې ایران ته ځي.