حافظي: د پاکستاني مالونو بدیل په افغانستان کې موجود نه دی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د پاکستاني مالونو بدیل په هېواد کې موجود نه دی.

د دې خونې د نړېوالو اړیکو رییس اذرخش حافظي نن ازادي راډیوته وویل چې د پاکستاني مالونو په وارداتو بندیزلګول شوی خو په بدل کې یې افغانان په ډېر لوړ قیمت سره د نورو هېوادونو له مالونو کار اخلي.

د حافظي په خبره که څه هم دا بندیزپه لنډ وخت کې په پاکستان فشار راولي خو د اوږدمهال لپاره باید افغانستان په ځان متکي شي او خپل ټول ضرورتونه پوره کړي.