د ایرو زون له یونان سره د مالي مرستې د پلان لومړې برخه تائید کړه

د ایرو زون د مالیې وزیرانو پرون [چهارشنبه] له یونان سره د مالي مرستې د پلان چې لږ تر لږه ۹۵ میلیارد ډالر اټکل شوی، لومړۍ برخه تائید کړه.

د ایرو زون د غړو هېوداونو پارلمانونو د دې پریکړې ملاتړ کړی دی.

د دې پریکړې پراساس به ، یونان ۲۵ نیم میلیارد ډالر ترلاسه کړي او وبه کولای شي چې د اروپا د مرکزي بانک ۳ اعشاریه ۸ میلیارد ډالر پور پرې کړي.

یونان یوازې د نن ورځې ترپایه وخت لري چې د اروپا د مرکزي بانک پور بیرته ورکړي.

د اروپايي کمیسون یوه چارواکي پر ټویټرلیکلي چې یونان ته د مالي ژغورنې د پلان د لومړۍ برخې پيسو ورکول مهم اقدام دی او یوناني چارواکو ته د اقتصادي ثبات د ټینګولو موقع ورکړ شوې ده.