د يونان په کاس جزيره کې د افغان پناه غوښتونکو نيونه

Your browser doesn’t support HTML5

په زرګونو پناه غوښتونکي چې له خپلو هېوادونو د جګړو او ناکراريو له کبله تښتېدلي، د يوه غوره ژوند لپاره د يونان کاس جزيرې ته تللي دي. په دغو سلګونو پناه غوښتونکو کې افغانان هم شاته، چې په ناوړه وضعيت کې شپې- ورځې سبا کوي. د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې هڅه کوي، د پناه غوښتونکو دغه بحران ته حل لار پيدا کړي. د ازادۍ راډيو خبريال مصطفى صديقي په وروستيو کې د يونان دغې جزيرې ته ورغلى او په دې اړه يې يو راپور برابر کړى دى