له انګلیسانو څخه د افغانستان د ازادۍ د بیرته اخیستلو شپږنویمه کلیزه نن د کابل په ګډون د هیواد په ګڼ شمیر ولایتونو کې ولمانځل شوه.
ولسمشر اشرف غني په دې مناسبت د خپلواکۍ څلي ته د ګلو ګیډۍ کیښوده او ټولو افغانانو ته یې د دې ورځې مبارکې ورکړه.
ټاکل شوې د ورځې په ترڅ کې ولسمشر غني په دې اړه ولس ته وینا هم وکړي.
له رسمي غونډو سربیره عامو افغانو هم په کابل کې د دې ورځې په مناسبت خوشحالۍ کړي دي.
اجمل تورمان د کابل واټونو ته وتلی او د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یې دا راپور برابر کړی دی:
Your browser doesn’t support HTML5