په لوګر کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي

په لوګر ولایت کې د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ درې ماشومان وژل شوي او مور یې سخته ټپي شوې ده.

د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب ستانکزي نن ازادي راډيو ته وویل چې پېښه تېره شپه ۱۰بجې د مرکز اړوند د بهاري په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه، هاوان مرمۍ د نامعلوم لوري څخه توغول شوی.

د لوګر امنیتي مسولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده سیمه د لوګر له ناکراره سیمو څخه بلل کیږي، چې وخت ناوخت د وسله والو مخالفانو او دحکومتي ځواکونو ترمنځ په کې سختې نښتې کیږي.