یو شمېرافغانان: د افغانستان د خپلواکې ورځ باید هیره نه شي

Your browser doesn’t support HTML5

د زمري یا اسد ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، دغه ورځ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په خورا خوښی سره لمانځل کیږي. سږکال دغه ورځ د نمانځلو لپاره د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې خلکو پوره تیاری نیولی،هرچېرې بیرغونه ځوړند شوي او له دی سره د یو شمېر بیرغ جوړونکو او پلورونکو کارو بار هم زیات شوی دی. یو شمېرافغانان وايي چې د افغانستان د خپلواکې ورځ باید هیره نشي او تل په پراخو مراسمو سره ونمانځل شي. ویډیو ایډیټ او راپور: محمد ابراهیم صافی