د امریکا د نړېوالې پراختیا ادارې یا USAID د افغانستان د نفوسو او کورنیو د عمومي سروې په هدف له دې هېواد سره د پنځلس میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړه.
د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا سروې په تیرو پنځه دیرشو کلونو کې ساری نه لري او له بشپړیدو وروسته به حکومت او مرسته کوونکو ته ورکول شي.
دغه سروې به د افغانستان د احصایې د مرکزي ادارې له خوا پرمخ وړل کیږي او د ملګروملتونو د وګړو صندق به هم ورسره همکاري کوي.
ویل شوې چې په یاده سروې باندې به ټول ټال څلور اویا ۷۴ میلیونه ډالره لګښت راشي.