کونړ: په ناړۍ کې د افغان سرتیرو او پاکستانیو ملیشو ترمنځ جګړه پای ته رسیدلې

چارواکي وايي، د کونړپه ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان سرتیرو او پاکستانیو ملیشو ترمنځ جګړه پای ته رسیدلې ده.

د کونړامنیه قومندان جنرال عبدالحبیب سیدخیل نن ازادي راډیوته وویل چې په دغې جګړه کې دوه افغان سرتیري وژل شوي درې ملکیان او اوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.

ښاغلي سیدخیل د پاکستاني ملیشو د مرګ ژوبلې په اړه ناخبري وښوده خو زیاته کړه چې په دغه نښته کې د پاکستاني ملیشو درې پوستې سوځول شوي او ګڼ مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

څه موده وړاندې د پکتیکا په انګوراډې سیمه کې هم د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه چې یو افغان سرحدي ساتونکی په کې ووژل شو.