پاکستان: په قبایلو کې په دوو هوايي حملو کې ۶۵وسله وال ووژل شول

د پاکستان پوځ وايي: په قبایلو کې پرون [دوشنبه] په دوو هوايي حملو کې ۶۵وسله وال ووژل شول.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي، یوه حمله په شمالي وزیرستان کې وشوه چې۵۰ وسله وال په کې وژل شوي او د چاودیدونکو موادو یوه زیرمه په کې تخریب شوې ده.

بله حمله په خیبرایجنسۍ کې شوې چې ۱۵ وسله وال په کې وژل شوي دي.

په قبایلوکې د پاکستان د پوځ تردې حملو یوه ورځ مخکې، د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده په ګډون لږ ترلږه ۱۸تنه ووژل شول.