د افغانستان د لویې څارنوالۍ سرپرست نور حبیب جلال وایي چې د کابل بانک له اختلاس شویو پیسو څخه ۴۸۰ میلیونه ډالر تر لاسه شوي دي.
ښاغلي جلال نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاته پیسو د ترلاسه کولو لپاره دوی هڅې پیل کړي چې د کابل بانک نور پوره وړي هم د پولیسو په وسیله حاضر کړي او پیسې ترې واخلي.
د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې وروستیو کې د کابل بانک ۱۵۵ پوروړي ممنوع الخروج کړل او ټولو ښاروالیو ته یې امر وکړ چې د دغو کسانو جایدادونه کنګل کړي.
کابل بانک په ۲۰۱۰م کال کې وروسته له هغې له مالي بحران سره مخ شو چې د دغه بانک یو شمېر سهم لرونکو ورڅخه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالر وایستل.