کله - کله په ځینو کورنیو کې د نه آګاهۍ له امله د واده په شپه په نوې ناوې پرته له کوم جرم نه د بد نامۍ تور پورې کیږي چې په نتیجه کې د نجلۍ ژوند تباه او د کورنیو تر منځ خبره دښمنۍ او آن مرګ ژوبلې ته رسیږي.
عفت او حیا د ښځې لپاره تر ټولو مهم اصل دی؛ نه یوازې دا چې په ټولو ادیانو کې د تایید وړ د ی؛ بلکې عقل او بشري افکار هم دا خبره تاییدوي؛ خو پوښتنه دا ده چې ځینې نجونې سره له دې چې باعفته او پاک لمنې وي بیا هم د کورنیو له خوا د نه باکره ګۍ په جرم له تاوتریخوالي، طلاق او ځورونې سره مخ کیږي او کله کله آن د ځان وژنې سبب هم ګرځي.
په عدلي طب کې نسایي ولادي برخې متخصصه ډاکتره ترینا یادګاري وایي؛ ځینې نجونې د طبیعي جوړښت یا نورو صدمو له امله کیدای شي صدمه وویني؛ نو له دې امله ځینې کورنۍ د واده په شپه په ځینو پاک لمنو نجونو د بد نامې تور پورې کیږي.
د عدلي طب د خدماتو امر ډاکتر خلیل احمد پښتونیار په وینا؛ په داسې وختونو کې کورنۍ د دې پر ځای چې له ناوې سره تاوتریخوالی وکړي؛ متخصصو ډاکترانو او یا عدلي ارګانونو ته دې مراجعه وکړي.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ: د نجونو پروړاندې د طبیعي جوړښت له امله تاوتریخوالی