د وال سټریت ژورنال راپورونه وایي د امریکا پوځ په پام کې لري په راتلونکو څلورو کلونو کې د بهرنیو هوایي بریدونو شمېر ډیر کړي.
د پنتاګون د دغه پلان له مخې به استخباراتي فعالیتونه او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه به تر ۲۰۱۹ کال پورې له اوسنۍ کچې یعنې په ورځ کې له ۶۱ څخه تر ۹۰ پورې ورسوي.
په دې اقدام سره به دغه راز په اوکرایین؛ عراق، سوریې، د چین په جنوبي اوبو او په شمالي افریقا کې د څارنې کچه هم لوړه شي.
د امریکا هوایي ځواک اوس مهال تر ټولو ډېر د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو ماموریت پرمخ وړي.