په ننګرهار کې د داعش د یوه قوماندان په ګډون دوه پاکستانيان نیول شوي

د ملي امنیت عمومي ریاست په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د یو قوماندان په ګډون دوه پاکستاني ترهګر نیولي دي.

دې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دغه کسان د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

نیول شوو کسانو د لومړنیو څېړنو پر مهال په داعش ترهګریزه ډله کې خپل غړیتوب منلی دی.