د سوریې پر دوما د دولتي ځواکونو په حمله کې ۸۲ کسان وژل شوي

د سوريې پلازمېنې دمشق ته نژدې پر يوه مارکېټ د دولت په هوايي حملو کې لږ تر لږه ٨٢ کسان وژل شوي چې ډېرى يې ملکيان دي.

د ياغيانو تر ولکې لاندې دوما ښارګوټي باندې د دولت پرونۍ حملې د سوريې په جګړه کې تر ټولو خونړۍ ګڼل شوې دي.

د سوريې د اپوزيسيون د ملي ایتلاف مشر خالد خواجه دغه حملې ”عام وژنه“ وبلله او ويې ويل چې بې مجازاته به نه پاتې کېږي.

د سوريې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز يې په بريتانيا کې دى وايي؛ په دغو هوايي حملو کې ٢٥٠ کسان ټپيان شوي هم دي.

دغه څارونکې ډله وايي، دولتي ځواکونو پر دغه مارکېټ ١٠ هوايي حملې کړي او ډېرى وژل شوي کسان ملکيان دي.

څو ورځې مخکې د بخښنې نړېوال سازمان د سوريې د ولسمشر بشار الاسد حکومت د محاصرې او د دوما سيمې په شا و خوا کې د هوايي بريدونو له کبله په جنګي جنايتونو تورن کړ.