امریکا او ایتلافي ځواکونو په عراق او سوریه کې پر داعش ۲۲ هوايي حملې کړي

د امريکا متحده ايالاتو او د دغه هېواد په مشرۍ د ایتلاف متحدانو پرون وويل چې دوى په عراق او سوريه کې د ٢٤ ساعتونو په موده کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پرضد ٢٢ هوايي حملې کړې دي.

ګډو ځواکونو په يوه اعلاميه کې ويلي چې د عراق له حکومت سره په همږغۍ د اسلامي دولت ډلې تر ولکې لاندې ودانيو او تهجيزاتو باندې ١٥ هوايي حملې په عراق کې شوي چې د دوى وسايط، د هاوان توغوونکي، ماشينګڼې او نور تجهيزات په نښه شوي دي.

په عين حال کې د سوريې په شمال ختيځ کې د درېيو هوايي بريدونو په نتيجه کې د اسلامي دولت ډلې يوه تخنيکي قطعه په نښه شوې چې د دې ډلې جنګي سنګرونه، پناه ځايونه او نور پوځي وسايل په نښه شوي دي.

اعلاميه وايي، د سوريې حلب ښار ته نژدې يوه هوايي بريد د اسلامي دولت ډلې يوه بله تخنيکي قطعه په نښه کړې او کوباني ته نژدې په يوه بله حمله کې د دې ډلې بل مرکز ويشتل شوى او درې سنګرونه يې هم ويجاړ کړل شوي دي.