کندز : غیر مسوله وسله والو پر تګ راتګ بندیز لګولی

د کندز امنیتي چارواکي وايي چې په دغه ښار کې د غیر مسوله وسله والو پر تګ راتګ بندیز لګولی دی.

د دې ولایت امنیه قومندان قسیم جنګل باغ نن ازادي راډیو ته وویل چې له دغه کار څخه یې هدف د امنیت ټینګښت او بې نظمیو مخنیوی دی.

ښاغلي جنګل باغ زیاته کړه چې دوی په دې اړه یو کمیسیون هم جوړ کړي چې وروسته به دغه پروګرام ولسوالیو ته هم وغځول شي.

هغه وویل چې تر دا مهاله یې له ګڼ شمېر غیر مسوله وسله والو څخه وسلې ټولې کړي دي.

د کندزي امنیتي چارواکي یاد ګام پر داسې مهال پورته کوي چې په دې ورستیو کې دغه ولایت د ګڼ شمېر امنیتي پيښو شاهد وو.