د پاکستان د مرکزي حکومت یو وزیر استعفی وکړه

د پاکستان د مرکزي حکومت یو وزیروروسته له هغې استعفی وکړه چې په یوه مرکه کې یې وویل، د دې هېواد د استخباراتو د ادارې پخواني مشر د یوې کودتا طرحه جوړه کړې وه.

د پاکستان د چاپیریال ساتنې وزیرمشاهدالله خان د اګست د میاشتې په ۱۴ نیټه له بي بي سي سره په یو مرکه کې په پاکستان کې د هغو مظاهرو او لاریونونو په اړه معلومات ورکول چې د اپوزیسون مشرانو عمران خان او طاهرالقادري یې مشري کوله.

مشاهدالله خان بي بي سي ته وویل، د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې یا (ای ایس ای) پخواني مشر جنرال ظهیرالاسلام له تاوتریخوالي څخه د ډکو دې مظاهرو تر شالاس درلود.

په دې دوو میاشتنیو مظاهرو کې درې کسان وژل شوي او تر پنځه سوو زیات نور ټپیان شوي وو.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشید ویلي چې پرون ( شنبه) یې یې د مشاهدالله خان استعفا تر لاسه کړې.

د پاکستان پوځ دا اعاوې رد کړي او د دې هېواد حکومت هم وايي چې د دا ډول توطیې څخه خبرنه دي.