د ایران په خراسان رضوي سیمه کې د دې هېواد د تیلو د ویش د کمپنۍ مشر وايي په روان هجري کال کې یې له دې سیمې څخه افغانستان ته اته دیرش میلونه لیټره ډیزل صادر کړي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د محمد مهدي قرايي له خولې ویلي افغانستان ته د تیلو د صادراتو زیاتول یې د شرکت د ستراتیژیک پلان یوه برخه ده.