افغان چارواکي د کابل د حلقوي سړک پرجوړولو غور کوي.
په دې اړه پرون ( شنبې) د ولسمشراشرف غني په مشرۍ په یوه جوړه شوې غونډه کې بحث شوی او اړوند ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دوو اونیو کې دې د دې پروژې د کلي تصویر او بنیادي شکل په اړه یوه طرحه چمتو کړي.
له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په پرونۍ غونډه کې د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو پر تخنیکي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو اړخونو بحث وشو.
خبرپاڼه د ولسمشرغني له خولې وايي چې دا یوازې یو حلقوي سړک نه بلکې د ښاري پراختیا یو پروژه ده.
د کابل د حلقوي سړک د جوړیدو په اړه غورپه داسې حال کې کیږي چې دا مهال کابل د ګڼې ګوڼې زیاتوالي د دې ښارمیلونونه استوګن له جدي ستونزو سره مخ کړي.
باوردی چې د دې سړک په جوړیدو به نه یوازې د کابل پر واټوڼه ګڼه ګوڼه کمه شي بلکې ورسره به د ښارلمن هم پراخه شي.
چارواکو تراوسه نه دي ویلي چې د کابل حلقوي سړک جوړیدل به څومره وخت وغواړي.