پاکستان ته د افغانستان د ولسي جرګې خبرداری

د افغانستان ولسي جرګه خبرداری ورکوي؛ که پاکستان دا ځل هم د تروریزم پر ضد په مبارزه کې رښتیني همکاري ونه کړه؛ افغان ولس به یې بدیله لار ولټوي.

د دې جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي نن آزادي راډیو ته وویل چې افغان حکومتي پلاوي پاکستان ته په سفر کې د ټولو افغانانو غوښتنې چارواکو ته مطرح کړې او دا اوس د هغوی کار دی چې خپله دنده ادا کړي.

«اوس مونږ افغان ولس د پاکستان مثبت جواب ته منتظر یو. دغه عاملین باید ګرفتاره او افغان دولت ته وسپارل شي. که چیرته مونږ ته مثبت ځواب رانه کړ مونږ مجبوره یو چې یوه بدیله لار غوره کړو.»

ښاغلي احمدزي د پاکستان د نه همکارۍ په صورت کې د یوې ملي اجماع خبره مطرح کړه چې په ټولو مسایلو به پریکړه کوي.

ولسي جرګه په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې تېره پنجشنبه یو افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ او د دغه هیواد له چارواکو یې وغوښتل چې د تروریزم په له منځه وړلو کې همکاري وکړي.