د افغانستان د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وايي؛ په افغانستان کې روانه جګړه او د ټولو دولت ضد وسله واله ډلو فعالیت د پاکستان د استخباراتو له خوا تنظیمږي.
عبد الرشید دوستم چې په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو پرضد د جګړې مشري کوي؛ په قیصار ولسوالۍ کې ازادي راډیو ته وویل:
((په دې ټول خلک پوهیږي چې دا جګړه له کومه ځایه رهبري کیږي؛ اعاشه او اباته يې له کوم ځایه ده. یوه ورځ طالب شي بله ورځ القاعده شي او بیا دا عش شي. د دې ټولو اصلي سرچینه او د رهبرۍ منبع ای. اېس. ای ده.))
عبد الرشید دوستم ځینې داخلي کړۍ چې ده يې نوم وانخست؛ د سیمې استخباراتو ته په جاسوسۍ تورنې کړې.
د فاریاب د روانې جګړې په اړه د جمهوري ریاست لومړي مرستیال وویل؛ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د پاکستاني او ازبک اتباعو په ګډون ۲۴ وسله وال وژل شوي دي.