د امریکا متحد ایالات په دې اړه چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش په عراق کې پر کردي ملیشو (پيش مرګه) د زهرجن مسټرد ګاز حملې کړې؛ څیړنې کوي.
دا ښايي اول وار وي چې داعش ممنوع کیمیاوي وسلې تر لاسه کړې دي.
وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې پرون (پنج شنبه) د یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي په حواله وویل؛ په دې اړه معتبر معلومات لري.
داعش ښايي دا ګاز په سوریه کې ترلاسه کړی وي ځکه د سوریې حکومت ۲ کاله مخکې اعتراف کړی و چې دا ګاز لري.
خو دا هم ممکنه ده چې په عراق کې يې ترلاسه کړی وي.
کردي چارواکي وايي، وړمه ورځ د عراق د اربیل ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې؛ د مخمور په سمیه کې پر کردي ملیشو (پيش مرګه) د مسټرد ګاز حملې شوې دي.
د جرمني د دفاع وزارت وايي؛ لږترلږه ۶۰ پيش مرګه عسکرو ته سالنډي پيدا شوې چې د کیمیاوي وسلو د استعمال نښه ګڼل کېدلای شي.