د پاکستان پوځي محکمې شپږ وسله وال په اعدام محکوم کړل

پاکستاني پوځ اعلان وکړ چې شپږ وسله وال یې په اعدام محکوم کړل. دا کسان تیرکال د ډسمبر په شپاړسمه په پېښور کې د پوځي ښوونځي په برید کې تورن شوي وو چې پوځي محکمې مجرم وپیژندل. په دې حمله کې یوسل او یو پنځوس تنه وژل شوي وو چې اکثر یې ماشومان وو.

پوځي محکمې اووم تورن په عمري حبس محکوم کړ. د پاکستان پوځ تیره ورځ په خپلې ویبپاڼه کې ولیکل چې دغو مجرمانو ته مناسبه سزا ورکړل شوه او دوی دا حق لري چې استیناف ته مراجعه وکړي.

پوځي محاکمه د تړلیو دروازو شاته وشوه او په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی چې چېرته وه او په کوم تاریخ ترسره شوه.