د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې په یوه انتحاري حمله کې یو کس وژل شوی او شل نور ټپیان دي.
د دغي ولسوالۍ امنیه قومندان مطیع الله خان آزادی راډيو ته وویل، دا پيښه نن شاوخوا دوه نیمې بجې د کندهاري پله په سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر رنجر موټر د یوه کرولا ډوله موټر په واسطه شوې ده.
ده وویل، چې وژل شوی کس ملکي وګړی دی او په ټپيانو کې شپږ سیمه ییز پولیس او پاته نور یې ملکیان دي.
د حملې مسوولیت لا تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی خو له دې مخکې داسي حملې د طالبانو له خوا کیدلې.