د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د جلال اباد ښارپه شپږمه ناحیه کې یې د عملیاتو په نتیجه کې د وسلو یوه زیرمه چې په کې بېلابېلې وسلې او د ملي اردو یونفورمونه موجود و، موندلي دي.
د دغه ریاست مطبوعاتي دفتر دغه راز وایي چې د پکتیا په سید کرم ولسوالۍ کې یې د میراحمد شاه په نوم یو کس له افغاني او پاکستاني پاسپورټونو او پيژندپاڼو سره نیولی دی.
خو د ملي امنیت د عمومي ریاست په اعلامیې کې د دې دواړو عملیاتو د نیټې په اړه څه نه دي ویل شوي.