د چین په تیانجین کې د لویو چاودنوله کبله د وژل شویو شمېر۴۴ ته ورسید

د چین شمال ختیځ ساحلي ښارتیانجین کې د لویو چاودنوله کبله د وژل شویو شمېر۴۴ ته ورسید.

په دې چاودنو کې چې پرون د سیمي په وخت ۱۱:۳۰ بجې د تیانجین په بینهای سیمه کې وشوې سلهاو تنه ټپیان دي چې د ډیرو روغتیایې وضعیت خراب ښودل شوی دی.

سینهوا خبري اژانس وایي، دغه لویې چاودنې وروسته له هغه وشوې چې د چاودیدونکو موادو ډک یوه کانتینر کې اور ولګید.

د چین د زلزله سنج شبکې مرکز ویلي چې د ترټولو لویې چاودنې قدرت د یوویشت زره کیلوګرامه ټي ان ټي موادو د چاودنې معادل وو.

د پیښې انځورونو کې د اور لمبې ښکاري چې اسمان ته پورته شوې او سوځیدلې ټوټې پارچې پر ښار رالویږې.

د دې چاودنو موج په څو کیلومترۍ کې هم احساس شوی دی، د سینهوا خبري اژانس د راپورله مخې د سیمي خلکو د زلزلې له ویرې خپل کورونه پرې ایښې او تښتیدلي دي.

د دغو چاودنو اصلي دلیل تراوسه معلوم نه دی.