دفاع وزارت وایي، په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په نتیجه کې ۳۷ وسله وال او اته د ملي اردو سرتیري وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دغه ترڅ کې ۳۷ وسله وال ټپیان او دوه نور یې نیول شوي هم دي.
په یوه بل خبرکې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وایي چې د غزني په مقر او قره باغ ولسوالیو کې د عملیاتو په نتیجه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د دغه قول اردو د اړیکو مرستیال عبدارحیم قرلاق نن ازادي راډیوته دغه راز وویل چې د پکتیکا په برمل کې هم د افغان ځواکونو په جلاعملیاتو کې پنځو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو وسله والو مخالفانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
اخوا د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت د مدیر مرستیال انوربیک پرون په ارغنچخواه کې د طالبانو له خوا ووژل شو.