مستغني: افغان پلاوی به نن له غرمې مخکې اسلام اباد ته د خبرو لپاره ولاړ شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې یو لوړ رتبه افغان پلاوی به نن له غرمې مخکې اسلام اباد ته د خبرو لپاره ولاړ شي.

د دغه وزارت ویاند شکیب مستغني پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر د هدف په اړه ازادي راډیوته وویل:

((دا سفرپه کابل کې تر وروستیو شدیدو تروریستي بریدو وروسته او د پاکستان له صدراعظم او لوی درستیز سره د افغان ولسمشر تر ټيلیفوني خبرو وروسته کیږي. په دغو ټيلیفوني خبرو کې د پاکستان صدراعظم ژمنه وکړه چې د دغه هېواد چارواکو ته به لارښوونه وکړي څو له ترروریزم سره د مبارزې لپاره یو عملي پروګرام جوړ کړي.))

ښاغلی مستغني وایي، افغان چارواکي هیله مند دي چې دا سفربه په هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره د پام وړ نتیجه ولري.

له دې مخکې د جمهوري ریاست مرستیال ویاند هم ازادي راډيوته ویلي و چې افغان چارواکي به په دغه سفرکې پاکستانی لوری د هغو ډلو پر وړاندې اقدام ته و هڅوي چې په افغانستان کې مرګوني حملې کوي.

ویل کیږي چې په دغه سفرکې به د بهرنیو چارو وزیر ترڅنګ د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت عمومي رییس هم شامل وي.