د هلمند د نوزاد او ګرشک ولسوالیو ترمنځ پوخ سړک جوړیږي

د هلمند د نوزاد او ګرشک ولسوالیو ترمنځ 45 کیلومتره پوخ سړک جوړیږي.

په هلمند کې د فواید عامه ریس اهل الله عبیدي پرون [چهارشنبه] ازادي راډیو ته وویل، د سړک د جوړولو کارپه دریو برخو ویشل شوی دی.

د ښاغلي عبیدي په وینا، د دې سرک مالي لګښت نړېوال بانک ورکوي. اهل الله عبیدي وړاندې وویل:

((د دې ټول لګښت تقریبا 255 ملیونه افغانۍ دي چې پل چکونه به هم په کې جوړ شي. دا سرک به لس سانتي متر قیر شي.))

د نوزاد او ګرشک ترمنځ د پاخه سرک د جوړولو چارې [خراسان] ساختماني شرکت ته سپارل شوې دي.

د دې شرکت مسئولینو له حکومته غوښتنه وکړه چې په سیمه کې د کار لپاره امنیت ټینګ کړي.