د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې یوشمېر هزاره ګان تښتول شوي دي

د غزني د والي مرستیال تایید کړه چې په دې ولایت کې څو هزاره ګان تښتول شوي دي.

محمد علي احمدي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه کسان تېره ورځ له قره باغ ولسوالۍ څخه وسله والو مخالفینو تښتولي دي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه چې تښتول شوي کسان د دوو سراچه ډوله موټرو سپرلۍ وه.

تراوسه د دې تښتونې اصلي لامل نه دی معلوم.

که څه هم د غزني چارواکو د تښتول شوو کسانو کره شمېر ونه ښود؛ خو رویټرز خبري آژانس د دې کسانو شمېر دولس یاد کړی دی.

په غزني او یوشمېر نورو ولایتونو کې له دې وړاندې هم د تښتونو ورته پېښې لیدل شوي دي.