ولسمشرغني غواړي د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت له دریځه نړېوال خبر کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي؛ هغه وخت رارسېدلی چې د افغانستان نړېوال شریکان د د پاکستان پر وړاندې د افغانستان له تازه موقفه خبر شي.

د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت د دریځ له بدلېدو وروسته اوس جمهور رییس غني هڅه کوي چې په اسلام اباد باندې د نړېوالې ټولنې فشار ډېر کړي؛ څو هغه هېواد د تروریزم له ملاتړه لاس واخلي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال وايي چې ولسمشر د بهرنیو هیوادونو له استازو سره په کتنه کې وغوښتل چې د افغانستان نړېوال همکاران د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومت له تازه دریځه خبر کړي.

((هغه سفیران چې په افغانستان کې دي، د افغانستان نړېوال دوستان دي، هر کله چې د افغانستان جمهور رییس په پاکستان کې د شته تروریریستي فعالیتونو پر وړاندې موقف اختیاروي؛ نو ځای لري چې زموږ نړېوال دوستان هم له دې موقفه خبر شي او د موقف جزیات ورته ارایه شي.))

جمهور رییس غني د سې شنبې په ورځ د سیمې او نړۍ د یوشمېر هېوادونو له سفیرانو سره په ارګ کې وکتل.

ښاغلي غني په دې غونډه کې د دغو هېوادونو استازو ته ویلي چې افغانستان د پاکستان په وړاندې نوي دريځ بیان کړی او له دې وروسته د اسلام اباد اقدامات به د دواړو هېوادو راتلونکي اړیکې مشخصې کړي.

ښاغلي غني ټینګار کړی چې د پاکستان څخه هیله لري ترڅو په هغه هېواد کې د تروریستي ډلو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د افغانستان لپاره هم تروریزم هغسې تعریف کړي چې د خپل ځان لپاره یې کوي.

له دې سره ولسمشر غني داسې وخت د نړېوالو تر غوږونو د خپل موقف د رسېدو هڅه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو له افغان او پاکستاني حکومتونو څخه د تروریزم په وړاندې د ګډ کار غوښتنه کړې؛ تر څو له دې لارې په سیمه کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوهان د جمهور رییس دا لیدنه مهمه ګڼي وايي چې ښاغلي غني غواړي له دې لارې په پاکستان فشار ډير کړي.

له دې ډلې یې حاجي سید داود ازادي راډيو ته وویل:

((افغانستان په دې سره غوښتل چې له نړېوالو سره دا موضوع چې په پاکستان د دوستی لپاره په افغانستان فشارونه واردیږي شریکه کړي، ولسمشر حتماً هڅه کړې چې د پاکستان هغه کړنې په عمل کې دوی ته وښایي تر څو دا فشار په پاکستان شي.))

جمهور رییس غني په دې وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې د پخوا څخه بدل موقف اختیار کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان له خاورې څخه د افغانستان پر ضد جنګ د یوه ګاونډي هېواد د ښکاره دښمنی په معنا ده.

په کابل کې د وروستیو خونړیو پېښو څخه وروسته خلک هم ټینګار کوي چې افغان حکومت باید د پاکستان پر وړاندې نور پخوانی دریځ و نه ساتي او پرې نږدي چې اسلام اباد په دغه هېواد کې خپلې هیلې عملي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ