د افغانستان د برېښنا شرکت دا مني چې په تولیدي برخه کې په دغه هېواد کې برېښنا ته کم کار شوی دی.
د برېښنا شرکت تجارتي ریس میرویس عالمي وايي چې نن، سبا د افغانستان اتیا په سلو کې برېښنا وارداتي او ۲۰ سلنه تولیدي ده.
ښاغلی عالمي د افغانستان په ځینو سیمو کې د برېښنا د نشون ستونزه مني خو تر ډېره په تولیدي برخه کې نه پانګونه او امنیتي مسایل د یادو ستونزو لاملونه ګني.
د ښاغلي عالمي په وینا په تولیدي برخه کې ډېرې پانګونې ته اړتیا ده او څوک ورته زړه نه ښه کوي.
دی وايي، د ټول افغانستان د روښانه کولو لپاره پنځلس میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.
له ښاغلي عالمي سره زموږ همکار اجمل تورمان د حقیقت څه دی په دې خپرونه کې مرکه کړې ده، وایې ورئ!
Your browser doesn’t support HTML5