قرغزستان وروسته تردې د روسیې په مشرۍ د ایروایشیا د ټولنې بشپړغړیتوب ترلاسه کړ چې له قزاقستان سره یې په سرحد کې د ګمرکونو کنټرول لرې کړ.
د قرغزستان ولسمشرالمازبیک اتامباییف او د قزاقستان ولسمشرنورسلطان نظرباییف په هغو مراسمو کې چې په دې اړه تنظیم شوي وو برخه واخیسته.
د قرغزستان او قزاقستان تر منځ نن په اتو سرحدي مرکزونو کې د ګمرک کنټرول لرې شو.
روسیه، بېلاروس او ارمنستان هم د دې اقتصادي تړون غړي دي.