د ترکیې صدراعظم احمد داوود اغلو وایي، هېواد یې دا قصد لري چې د سوریې په شمال کې د ترکیې سرحد ته نژدې یوه خوندي سیمه رامنځته کړي.
د داوود اغلو په وینا ملکیان به په دې سیمه کې د اسلامي دولت د ډلې او د سوریې د حکومت له وسله والو خوندي وي.
د ترکیې صدراعظم بي بي سي ته تیره ورځ وویل، د دغې خوندي سیمې حمایت به د ترکیې د عسکرو پرځای د سوریې د اپوزسیون منځلارې ډلې کوي.
خو په ورته وخت کې داوود اغلو وویل، که چېرته د ځواکونو د استعمال اړتیا وه، ترکیه به له خپلې قویې استفاده وکړي.
تر دې مخکې تیره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د امریکا متحد ایالتونو او ترکیې موافقه کړې ده چې د اته نوي کیلومترو په اوږدوالي او د پنځه څلویښت کیلومترو په پسور یوه خوندي سیمه به د سوریې دننه جوړه کړي چې ساتنه به یې د سوریې خپلواک پوځ ته چې د حکومت اپوزسیون دی سپارل کیږي.
دغه سیمه د ترکیې- سوریې د سرحد په اوږدو یوازینۍ سیمه ده چې اوس د داعش په واک کې ده.
بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر وایي چې تراوسه د سوریې دننه د یوه خوندي زون د جوړیدو پر سر موافقه نه ده شوې.