د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې سبا یو لوړ پوړی افغان پلاوی د تروریزم په له منځه وړلو کې د پاکستان د طرحې د څیړلو لپاره دغه هېواد ته ځي.
د جمهور رییس مرستیال ویاند سیدظفرهاشمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع سرپرست وزیر او د ملي امنیت عمومي رییس شامل دي.
ښاغلي هاشمي وویل چې اوس یې وخت را رسیدلی څو پاکستان خپله هغه خبره چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی ثابته کړي:
((د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست او د ملي امنیت عمومي رییس پاکستان ته ځي څو د دغه هېواد هغه طرحه وڅیړي او کار پرې وکړي چې د تروریستانو او د هغوی د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره وړاندې شوې ده.))
دا درې افغان چارواکي په داسې حال کې پاکستان ته سفرکوي چې ولسمشرمحمد اشرف غني په کابل کې تر خونړیو بریدونو وروسته پاکستان تورن کړ چې دا حملې یې په خاوره کې پلان شوې وې.
که څه هم پاکستان د کابل وروستۍ حملې وغندلې خو د افغان چارواکو له تندو دریځونو وروسته یې تر دوو کلونو پورې افغان محصلینو ته خپل تحصیلي بورسونه بند کړل.