په بغلان کې د افغان ځواکونو او مخالفانو په جګړه کې ۵ وسله وال وژل شوي

په بغلان ولایت کې تیره ورځ د افغان امنیتي ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړه کې ۵ وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.

د بغلان د امني قومندان عبد الجبار پردلي ازادي ازادي راډیو ته وویل، چېدا نښته د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې شوې ده. د ډنډې غوري ولسوالۍ ځیني برخې له یوې مودې راپدیخوا د طالبانو په لاس کې دي.