فیصل: هغه چارواکي به مشخص شي چې له وسله والو ملاتړ کوي

د افغانستان اجراییه ریاست ټينګار کوي چې ډير ژر به هغه حکومتي چارواکي مشخص شي چې له وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

د دې ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيوته وویل چې حکومت په دغه کسانو کار هم کړی او چې مشخص شول په اړه به یې جدي اقدام وشي.

سره له دې چې ښاغلي فیصل د دغو کسانو نومونه یاد نه کړل خو له دې یوه ورځ وړاندې اجرایي ریس عبدالله عبدالله دغه کسان د دښمن جاسوسان وبلل.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل چې یو شمېرکسان په حکومت کې دننه په مستقیم یا غیرمستقیم ډول له مخالفینو ملاتړ کوي.