عزیزي: د ښارجوړونې وزارت د ۶چارواکو دوسیې به محاکمې ته واستول شي

ټاکل شوې چې ډير ژر د ښار جوړونې وزارت د شپږو چارواکو دوسیې چې په اداري فساد او اختلاس تورن دي محاکمې ته واستول شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند بصیرعزیزي نن خبریالانو ته وویل چې د دغو شپږو کسانو دوسیې په هراړخیز ډول څیړل کيږي.

ښاغلي عزیزي وویل، څيړنې په ډاګه کوي چې یو شمېر نور کسان هم په دې قضیې کې لاس لري او دوسیې به یې محکمې ته ولیږل شي.