د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د هلمند ولایت یوه اوسیدونکي ته ځانګړې شوې چې وايي، د ملي اردو ځواکونو يې ځمکه نیولې ده.
میراجان وايي، افغانستان ته د ناټو د ځواکونو په راتګ سره یې په هلمند کې خپله ځمکه دغو ځواکونو ته د اجارې په توګه ورکړې وه.
میراجان وايي، خو درې کاله مخکې له دې سیمې د ناټو د ځواکونو په وتلو سره دغه ځمکه د ملي اردو ځواکونو په واک کې ده.
میراجان د خپلې ځمکې غوښتنه کوي او وايي چې د هلمند چارواکي يې هم غږ نه اوري:
موږدغه ستونزه د هلمند د والي له ویاند عمر ځواک سره طرحه کړه.
تاسو هم کولای شئ خپلې ستونزې یوازې د شنبې او یکشنبې په ورځو له موږ سره طرحه کړئ، زموږ د ټيلیفون شمېره ده ۰۷۲۹۸۲۹۰۲۰
Your browser doesn’t support HTML5