د افغانستان ملي امنیت د پینځو مشکوکو کسانو یوه ویډیو خپره کړه

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پرون [دوشنبه] د پینځو مشکوکو کسانو یوه ویډیو خپره کړه چې ځان د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې/ داعش غړي ګڼي.

د ملي امنیت ریاست پر فیس بوک، د دې ویډيو ترڅنګ لیکلي چې دا کسان له پاکستان راغلي او په وروستیو کې په ننګرهار کې نیول شوي دي.

د ویډيو په اړه کومې بلې/ خپلواکې سرچینې څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې پر افغانانو ږغ وکړچې د هغو تبلیغاتو تراغیز لاندې دې نه راځي چې د دې ادارې په وینا، دښمنان یې د [ټولنیزو شبکو] له لارې خپروي.