د روسیې اقتصاد د روان میلادي کال په دوهمه ربع کې، د تیر کال په پرتله ۴ اعشاریه ۶ فیصده کم شوی دی.
د روسیې یوې حکومتي ادارې، روستات پرون [دوشنبه] د دې هېواد د اقتصادي وضعیت د څرنګوالي په اړه د خپلو څیړنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د روسیې په ناخالصو کورنیو تولیداتو کې د ۴ اعشاریه ۶ فیصده کموالي ثبت، به د دې هېواد لپاره په تیرو ۶ کلونوکې ترټولو ټيټ رقم وي.
حکومت مخکې د ۴ اعشاریه ۴ فیصده کمیدو وړاندوینه کړې وه.
د تیلو د نرخ لویدو او د اوکراین په چاروکې د لاس وهنو په ځواب کې د غربي هېوادونو بندیزونو، د روسیې اقتصاد ته ضربه ورکړې ده.