د بشري حقونود څارډله: اذربایجان دې د یوه خبریال د وژلو په اړه څیړنې وکړي

د بشري حقونود څارنې ډلو پرون [دوشنبه] د اذربایجان پر حکومت ږغ وکړ چې په باکو کې د یوه خبریال د وژل کیدو په اړه څیړنې وکړي.

د تیرې شنبې په ورځ په باکوکې یوخبریال د خلکو د یوې ډلې له خوا ووهل شو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د بشري حقونو لږترلږه ۱۲ مدافع ټولنو ویلي چې د دې خبریال وژل کیدل څرګندوي چې هغه کسان چې مخالف ږغ اوچتوي، له سخت ګواښ سره مخامخ دي.