پاکستان، په افغانستان کې د سولې له هڅو سره همکارۍ ته پر خپل تعهد ټينګار وکړ

د پاکستان حکومت له افغانستان سره د ښو اړیکو په ساتلو او په دې هېواد کې د سولې له هڅوسره همکارۍ ته پرخپل تعهد ټينګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت خبرپاڼه چې پرون [دوشنبه] خپره شوه وايي، افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او له تروریزم سره په مبارزه کې به ملګري وي.

دا خبرپاڼه د افغانستان د ولسمشر د پرونیو خبروپه ارتباط خپره شوې ده.

ولسمشرمحمد اشرف غني پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو مرکزونه بند کړي او د هغوي د فعالیت مخنیوي وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلې چې دا هېواد د تروریزم سترقرباني دی او په کابل کې وروستۍ تروریستي حملې يې په شدت غندلې دي.