د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې تروریستي حملې په کلکه وغندلې

د ملګروملتونو امنیت شورا په کابل کې وروستۍ تروریستي حملې په کلکه وغندلې.

په هغې اعلامیه کې چې د امنیت شورا له خوا پرون خپره شوې ویل شوي چې د دې شورا پنځلس غړي د دغو وحشیانه اعمالو د قربانیانو له کورنیو او د افغانستان له دولت سره ژوره خواخوږي او خفګان څرګندوي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو یو ځل بیا د دې یادونه وکړه چې د زور زیاتي او ترورریستي اعمال افغانستان د سولې، ډموکراسۍ او ثبات له لارې نه شي اړولای.