پاکستان، له ماشومانوڅخه د جنسي استفادې او د ویډیویي فلمونو د خپرویدو په تړاو۷ کسان نیولي

د پاکستان پولیس وایي چې له ماشومانو څخه د جنسي استفادې او د ویډیویي فلمونو د خپرویدو په تړاو اوه تورن کسان نیولي دي.

د قصور د سیمې د پولیسو امرشهزاده سلطان د یکشنبې په ورځ وویل چې مستنطقینو د لاس ته راغلو شواهدو څیړنه پیل کړې چې په کې اتلس نولسو ویډیویي فلمونه هم شامل دي.

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې څومره ماشومان د جنسي اعمالو ښکار شوي او دا هم نه ده معلومه چې نور دا ډول ویډیوي فلمونه هم شته.